انصار: ( د غویی18مه)، په کابل کې د روسیې سفیر دمیتري ژیرنوف د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ته په یوه نړیواله ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
باختر اژانس چې د طالبانو په واک کې دی پرون ناوخته لیکلي چې کبیر ته دغه بلنه د هغه او د روسیې د سفیر د لیدو کتو په پای کې سپارل شوې ده.
روسیې د طالبانو د کابینې له دغه چارواکي غوښتي چې د تاتارستان په کازان کې یوې جوړېدونکې نړیوالې غونډه کې ګډون وکړي.
که څه هم د دغې غونډې اجندا او کره نېټه نه ده یاده شوې، خو کازان د همدې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ او بیا د راتلونکې جون میاشتې په نهمه نېټه د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو په اړه د نړیوالو غونډو کوربه دی.
د تېر کال د سپټمبر په وروستیو کې کازان د مسکو فارمټ غونډې کوربه و چې هغه مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي ګډون په کې کړی و.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31460